1393ټاكنې
په بغلان كې مخالفينو په ټاكنو كې د نه گډون غوښتنه كړې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دولت وسله والو مخالفينو د شپې پاڼو په خپرولو د جوماتونو له امامانو غوښتي، چې په ټاكنو كې د خلكو د گډون مخه ونيسي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي:
د پلخمري ښار په څنډو كې د د دولت وسله والو مخالفينو له خوا شپې پاڼې خپرې كړي، چې پوليس او ملي اردو په كې اجير بلل شوي او غوښتنه كوي، چې خلك دې په ټاكنو كې گډون نه كوي.
د بغلان يو شمېر اوسيدونكي وايي، هيڅكله به د افغانستان د خلكو د دښمنانو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي او په ټاكنو كې به پراخ گډون وكړي.
د ولسمشرۍ ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ ترسره كيږي؛ خو د ناامنيو په اړه اندېښنه تراوسه هم د يوې ستونزې په توگه پاتې ده .