سیمه ییز خبرونه
مخالفينو خپل پنځه اتيا سلنه بريدونه كابل ته ځانګړي كړي دي
وسله والو مخالفينو په روان كال كې خپل پنځه اتيا سلنه بريدونه كابل ته ځانګړي كړي دي. افغان امنيتي چارواكي د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې دوى د وسله والو مخالفينو له پلانونو خبر دى او د مخنيوي لپاره يې لازم تدابير هم نيولي دي.
په كابل كې ملي پوځ د يوسلو يوولسمې فرقې قوماندان جنرال قدم شاه د يوې ګډې خبرې غونډې پر مهال وويل:
د دولت وسله والو مخالفينو په روان كال كې خپل پنځه اتيا سلنه بريدونه كابل ته ځانګړي كړي دي.
نوموړى وايي، د دوى د معلوماتو له مخې وسله وال مخالفين غواړي د دغو بريدونو په ترڅ كې د دولتي بنسټونو تر څنګ يو شمېر هغه ملكي بنسټونه، چې د خلكو ګنه ګوڼه پكښې زياته ده په نښه كړي.
ښاغلى قدم شاه زياتوي، چې دوى د دولت د وسله والو مخالفينو له پلانونو خبر دي او د مخنيوي لپاره يې لازم تدابير نيول شوي دي.
په همدې وخت كې د كابل د امنيت چارواكي هم وايي، د وسله والو د پلانونو په باب معلومات لري، د كابل د امنيت رئيس ميرزاخان رحيمي وايي:
وسله وال مخالفين غواړي دا ځل د دولتي بنسټونو تر څنګ يو شمېر ملكي بنسټونه هم په نښه كړي .
دغه امنيتي چارواكي همدا راز د ټول هېواد په كچه د عقاب په نامه د عملياتو له پېل هم خبر وركوي، چې د دوى په وېنا د مخالفينو د ځپلو، د ښې حكومتدارۍ د رامېنځ ته كولو او راتلونكو ټاكنو ته د زمينې د برابرولو په موخه تر سره كېږي .