تازه خبرونه

مخالفينو د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې پلونه او نور عامه تاسيسات له منځه وړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سنگين ولسوال وايي، د ذولفقار عمليات له كومې ملكي مرگ و ژوبلې پرته پرمخ ځي؛ خو ځمكني ماينونه اوس هم د خلكو په وړاندې يوه جدي ستونزه ده.

د سنگين ولسوال محمد داود نورزی وايي:

ډېری هغه سيمې، چې وړاندې په کې وسلوال طالبان حاکم ول او ځمکې يې په ماينونو فرش کړې وې د دولت په ولکه کې راغلې؛ خو وسله والو ډېر پلونه، پلچکونه او نورعامه تاسيسات وران كړي، چې بايد ورغول شي.

هغه زیاتوي، چې په دې عملياتو کې تردې مهاله يوازې دوه ملکي وگړي وژل شوي او۶ نورټپيان دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملياتو كې يو شمېر هغه كورونه هم نړول شوي، چې په دولتي ځمكو كې جوړ شوي او وسلوالو د سنگر په توگه ترې كار اخيست.

له بلې خوا د دي ولسوالۍ اوسيدونكی حاجي شاولي وايي، نيول شوې سيمې بايد وساتل شي .

د سیمې یو بل اوسصیدونکی حاجي عبدالنافع وایي:

د جگړو له کبله څو ځلې بې ځايه شو او اوس بيړنيو مرستو ته اړتيا لرو .

سنگين د هلمند هغه ولسوالي ده، چې له شاوخوا لسمياشتوراپه دي خوا په کې جگړه روانه ده.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version