سیمه ییز خبرونه

مخالفين دومره پوځي ځواك نه لري، چې كابل ته خطر پيښ كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كابل  د د دولت د وسله والو مخالفينو له گڼو گواښونو سره مخ دى؛ خو د افغان ځواكونو گډې هڅې د دې لامل شوي، چې مخالفين خپلو موخو ته ونه رسږي.

د كابل امنيه قوماندان د كابل امنيتي وضعيت د ورڅيرمه ولايتونو په امنيتي وضعيت پورې تړي او وايي، د مخالفينو پوځي ځواك په دې كچه نه دى، چې كابل ته خطر پيښ كړي.

كه څه هم تراوسه كابل ته  په ورنيژدې سيمو كې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونو احساسيږي؛ خو په تېرو څو مياشتو كې د تېر په پرتله د دولت د وسله والو مخالفينو ډله ييز او ځانمرگي بريدونه لږ شوي دي.

د كابل د پوليسو قوماندان محمد ايوب سالنگي له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې وايي، كه څه هم وسله وال مخالفين د عامه افكارو په گډوډولو هڅه كوي، چې په كابل كې امنيتي وضعيت خراب كړي؛ خو د امنيتي ځواكونو ځواكمنتيا د دې لامل شوې، چې د مخالفينو دا هڅه له پيل مخكې شنډه شي.

كه څه هم كابل ته په ورنږدې سيمو او په ځانگړي توگه ميدان وردگو كې تراوسه هم د دولت د وسله والو مخالفينو حضور او فعاليت ليدل كيږي؛ خو په دغو ولايتونو كې د كابل د امنيتي چارواكو گډې هڅې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په مخنيوي كې د برياليتوب يو راز گڼل كيږي .

د يادونې وړ ده، چې د كابل پوليس، د كابل د امنيت رياست او د ملي دفاع وزارت ۱۱۱ فرقه د  پلازمېنې د امنيت د ټينگښت مسووليت په غاړه لري.

Trending

Exit mobile version