تازه خبرونه
مدرسې او منبرونه باید حق ویلو ته ازاد او خپلواک پاتې شي – خلیل الرحمن حقاني
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارسمبالي الحاج خلیل الرحمان حقاني ویلي، چې په تېرو نظامونو کې درباري ملایانو د حکومتونو پر ناسمو پالیسیو سترګې پټولې. د دې لپاره، چې علما حق ووایي او د هیچا تر اغېز لاندې رانهشي؛ نو لازمه ده، چې مدرسې او ممبرونه آزاد او خودمختاره وساتل شي.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ خلیل الرحمن حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۱ ) د لوګر ولایت د جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې وکړې.
هغه ټینګار کړی، چې په لرو پرتو سیمو کې باید کلیوالي مدرسې پیاوړي شي او له خلکو یې وغوښتل، چې د مدرسو ملاتړ روان وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ په مدرسو کې باید داسې روحاني او جسماني روزنه ورکړ شي، چې زدهکوونکي هروخت د حق پلویان او ملاتړي پاتې شي.
خلیل الرحمن حقاني فارغو شویو دیني عالمانو ته سپارښتنه وکړه، چې د اختلافي مسایلو پرځای اتفاقي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي او د ولسونو ترمنځ د یووالي او اتحاد لپاره هلې ځلې وکړي.
دغه راز نوموړي د لوګر ولایت د مهاجرینو چارو له ریاست څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ د هېواد ټول اتباع که د هر دین او مذهب سره تړاو ولري پرمونږ حق لري او مونږ د دوی پر وړاندې مسوول یوو.