سیمه ییز خبرونه
مدني بنسټونه په ټاكنو كې د بشري حقونو د سرغړوونكو د مخنيوي وړانديز كوي
په كابل كې يو شمېر مدني بنسټونو په راتلونكو ټاكنو كې په جنگي جنايتونو او له بشري حقونو د سرغړوونكو تورنو كسانو د رول پر محدودولو ټينگار وكړ.
د افغانستان راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته پنځلس مياشتې پاتې دي.
افغان حكومت، د ټاكنو خپلواك كميسيون، سياسي ډلې او مدني بنسټونه هڅه كوي، چې د راتلونكو ټاكنو په اړوند وړاندې كېدونكي نظريات او وړانديزونه سر له اوسه په رسنيو كې خپاره شي.
شا او خوا دېرشو مدني بنسټونو د ټاكنو د نوي قانون د مسودې په اړوند خپل وړاندېزونه راغونډ كړل.
په ټاكنو كې د بشري حقونو د سرغړوونكو مخنيوى او له مختلطو ټاكنو ملاتړ د دغو بنسټونو له مهمو وړانديزونو څخه شمېرل كېږي.
په مختلطو ټاكنو كې سياسي گوندونه د سياليو له لارې پارلماني څوكيو او ان ولسمشرۍ ته لاره موندلاى شي.
په داسې حال كې، چې افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې هڅې پېل كړي، خو په ټاكنو كې د جنگي جنايت كارانو او له بشري حقونو د سرغړوونكو كسانو رول، مدني بنسټونه سر له اوسه اندېښمن كړي دي.
مدني ټولنې په راتلونكو ټاكنو كې د ښځو د ونډې پر زياتېدو د ټينگار سربېره زياتوي، چې ښځو ته بايد په ټاكنو كې د رقابت لپاره مناسب چاپېريال برابر شي.
په داسې حال كې، چې افغان ولسمشر د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې د دوو بهرنيانو له غړيتوب سره مخالفت ښودلى، خو د مدني ټولنې غړي وايي:
په دغه كميسيون كې د دوو بهرنيانو غړيتوب ټاكنې نه زيانمنوي.