تازه خبرونه

مراد: افغان ځواکونه د امریکا له نه ملاتړه سخت ناراضه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د پلي ځواکونو قومندان وایي، که امریکا د طالبانو له تعقیبولو لاس واخلي، د تاریخ او خلکو په وړاندې به ځواب ورکوي.
مراد علي مراد چې په مشرانو جرګه کې خبرې کولې زیاته کړه؛ په وروستیو کې افغان ځواکونه د امریکا له نه ملاتړه سخت ناراضه دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال وایي، په امنیتي بنسټونو کې لازمه همغږي نشته او د وروستیو دیارلسو کلونو په امنیتي پروګرامونو یې هم نیوکې وکړې.
نن (سه شنبه) ځینې امنیتي چارواکي د افغانستان د کړکیچن امنیتي وضعیت په تړاو مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وو. په مشرانو جرګه کې د دانګام په وضعیت زیات بحث وشو.
د پلیو ځواکونو قومندان مراد علي مراد د دانګام په وضعیت سخته اندیښنه څرګنده کړه، نوموړی د وضعیت د کابو کولو لپاره د هوایي ملاتړ نه شتون ستره ستونزه بولي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال اکرام الدین یاور د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د خبرو په مهال په امنیتي بنسټونو کې ځینو نیمګړتیاو ته ګوته ونیوله او د امنیتي بنسټونو تر منځ نه همغږي یو له دغو نیمګړتیاو ده.
ښاغلی اکرامي زیاتوي او وایي؛ که دولت یوه مشخصه پالیسي درلودای او موږ یو نظام لرلای، نن به په خپله دا هماهنګي رامنځ ته شوې وای.
د دغه وضعیت په اوج کې شونې ده چې امریکا په راتلونکي کال کې نور طالبان تعقیب نه کړي. کومه پریکړه چې د پلیو ځواکونو د قومندان په وینا، زیات سپیناوي ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ناامنیو پیښې په داسې حال کې پراخې شوي دي چې ټاکل شوې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته ورسیږي؛ خو د کابل – واشنګټن تر منځ د امنیتي هوکړه لیک له مخې، امریکا به وروسته له دې د افغان دولت د غوښتنې په صورت کې باید د جګړې په میدان کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version