سیمه ییز خبرونه

مرستندویه هېوادونه افغانستان سره د اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې مرستندويه هېوادونو يو ځل بيا له افغانستان سره پر د اقتصادي همكاريو پر دوام ټينګار وكړ.

حضرت عمر زاخېلوال، چې امريكا ته د پېسو د نړيوال صندق او نړيوال بانك په غونډه كې د ګډون لپاره تللى وايي:

له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په باب شك او ګومانونو د دغه هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه كړې، خو زياتوي، چې افغان دولت د ستونزو سره د مبارزې لپاره همدا اوس لاس په كار شوى دى.

د افغانستان د مالیی وزارت وایی، چی د تېر کال په پرتله سږ کال په اقتصادی وده کې لس په سلو کی کموالی راغلی او په راتلونکي کال کې به هم اقتصادي وضعیت همدا شان وي.

همدارنګه حضرت عمر زاخېلوال زیاتوي، چې مرستندویه هېوادونو پر هغو تعهداتو، چی په افغانستان کې د مرستو لپاره د شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې کړي وو ټینګار وکړ.

د نړیوال بانک لخوا په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د افغانستان د روان کال اقتصادی وده ، ۳.۱ او په ۲۰۱۴ کې ۳.۵  په سلو کې اټکل شوی دی.

د افغانستان د مالیی وزیر همدارراز وایی، چې د افغانستان د وضعیت په هکله ځینی منفی تبلیغاتو په دی هېواد کی د پانګونې پروسه له ننګونو سره مخ کړې ده.

زاخېلوال همدارنګه وایی، چې د رڼو ټاکنو او افغان ځواکونو ته د امنیتی مسئولیتونو د لېږد په ترسره کولو سره به ټول اقتصادی تشویشونه حل شي.

Trending

Exit mobile version