تازه خبرونه

مرستندویه ډلې دې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي – د سره صلیب بنسټ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ سره صلیب د جمعې پر ورځ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له نویو واکمنو سره د تعامل لار خپله کړي؛ ځکه، چې مر ستندویه ډلې نشي کولی په یوازې ځان د روان بشري ناورین مخه ونیسي.

د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست ۱۵ / د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت له ړنګیدو او د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ناڅاپه د هېواد میلیارډونه ډالر کنګل او بهرنۍ مرستې په ټپه ودرېدې، چې خلک یې له اقتصادي بحران سره مخ کړل.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ( آی سي آر سي ) په افغانستان کې له هماغې ورځې خپلې بشري هڅې زیاتې کړي دي. په داسې حال کې، چې نور سازمانونه اوس هم د رادانګلو په حال کې دي.

د یاد بنسټ عمومي مشر رابرټ ماردیني رویټرز ته څرګنده کړې، چې نړیوالې ټولنې تر دې دمه له افغانستان اسلامي امارت سره په تعامل کې زړه نا زړه چلند کړی. په داسې حال کې، چې د لومړنيو اړتیاوو د چمتو کولو لپاره عملي مرستو ته خورا ډېره اړتیا ده.

دغه راز ویل شوي؛ د بشري مرستو ډلې، چې له مرسته رسوونکیو سره یوځای کیږي؛ یوازې دومره کولی شي، چې لنډمهاله حللارې رامنځته کړي.

ماردیني په دې اړه زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې پر ورځ افغانانو ته د نغدو پیسو د برابرولو لپاره یوه بسپنه جوړه کړې، چې دا ستونزه به په درې میاشتو کې حل کړي.

نوموړي څو لسیزو جګړو، اقلیمي بدلونونو او کرونا ویروس ته په نغوته کې زیاته کړې؛ افغانستان یو پېچلی بحران دی، چې ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی.

میردیني ویلي، چې د افغانستان د ۳۹ میلیون وګړیو ۳۰ سلنه له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۱۸ میلیون نور مرستو او بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

ماردیني دا هم ویلي: هیڅ بشردوستانه سازمان نشي کولی د یو هېواد اقتصادي تاوان ورکړي یا یې بل ځایناستی رامنځته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال ( ۱۳۷۵ – ۱۳۸۰ / ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) ډېري بهرنۍ مرستندویه ډلې ویستلې وې؛ خو دا ځل ویل شوي، چې اسلامي امارت له بهرنیو تمویلوونکیو هرکلی کوي او د دوی د کارمندانو حقوق به هم خوندي وي.

Trending

Exit mobile version