سیمه ییز خبرونه
مرسته شوې پيسې پر بنستيزو پروژو نه دي لگول شوې
د كار او ټولنيزو چارو وزيرې د مشرانو جرگې په استجوابيه غونډه كې وويل، چې :
د افغانستان د پرمختگ لپاره برابرو شويو زمينو ته افغان دولت سم لاسرسى نه درلود.
مشرانو جرگې په هېواد كې د بې كارۍ پر لوړې كچې اندېښنه وښوده او حكومت ته يې سپارښتنه وكړه، چې د بې كارۍ د له منځه وړلو لپاره جدي كارونه وكړي.
د مشرانو جرگې غړى بشير صميم وايي:
په افغانستان كې د بې كارۍ د لوړې كچې له كبله زياتره ځوانان، چې كاري وړتيا لري، د كارگرۍ لپاره گاونډ او ليرې هېوادونو ته د تلو ناقانونه سفرونه كوي، چې څرگنده بېلگه يې په دې وروستيو كې پر افغان ناقانونه مهاجرو د ايراني پوله ساتونكيو مرگوني بريدونه دي.
د كار او ټولنيزو چارو وزيرې امنه افضلي د مشرانو جرگې په غونډه كې وويل، چې په تېرو لس كلونو كې د افغانستان لپاره لگول شويو پيسو په بنسټيزو او اساسي پروژو كې كاري زمينې برابرې كړې نه دي.
دې ډاډ څرگند كړ، چې په راتلونكيو درې كلونو كې به د سل زره كارگرو لپاره د حرفوي زده كړو او كار زمينې برابرې شي.
افغانستان د ناامنيو او جگړو تر څنگ د اټكلي شمېرنې له مخې له يو ميليون څخه د زياتو په نشه يي توكو د روږدو كسانو كوربه دى، چې د كار پوهانو په باور بې كاري يې ستر لامل دى.