سوداگري

مرسته کوونکیو افغانستان ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو رالېږدول ومنل – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۰)

نړیوال بانک د جمعې پر ورځ تائید کړه، چې تمویلوونکیو د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق او خواړو نړیوال پروګرام ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو لیږد منلی دی.

د دغو مرستو موخه دا ده، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري ناورین په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. په داسې حال کې، چې له اسلامي امارت سره مرسته یې ډدې ته کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ نړیواله ټولنه ریښتیني نده او باید له تېرو تېروتنو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني له چین نړیوالې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اسلامي حکومت خپلواک، مسوول او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی.

هغه وایي؛ اوسنی حالت د نړیوالې ټولنې لپاره په ځانګړي توګه د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ته یوه ښه شېبه ده، چې د اړیکو یو نوی باب پرانیزي او د تعامل دا بڼه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه وي.

د پیسو نړیوال صندوق ( آی ام اف) هم په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت د پر رسمیت پېژندلو په اړه د نړیوالې ټولنې د وضاحت د نشتوالي له کبله له ۴۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرو مرستو د استولو مخه هم ونیوله.

د دغه راپور له مخې؛ نړیوال بانک هم د دغه هېواد لپاره د ځانګړې شوې مرستې پیسې بندې کړې.

د کابل یو اوسیدونکي محمد منګل ویلي: مونږ له نړیوالې ټولنې پر امریکا د فشار راوړلو غوښتنه کوو، چې زمونږ کنګل شوې پیسې آزادې کړي؛ ځکه دا د خلکو پیسې دي.

د کابل ښار يوه بل اوسیدونکي شېر آغا څرګنده کړې: د يو انسان په توګه زه له نړيوالې ټولنې غواړم، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخېګ افغان کارپوهان له بشري مرستې هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې دا بسنه میلیونونو اړمنو خلکو ته بسنه نکوي.

د مدني ټولنې هڅاند عبیدالله بهیر وایي: هر څومره، چې دا پیسې ګټورې وي بیا هم بسنه نکوي. نړیواله ټولنه باید له طالبانو ( اسلامي امارت سره ) سره په اړیکو کې ښکېل او ورسره تعامل وکړي، چې مونږ کاري اړیکه پیدا کړو او د افغانستان بانکي زیرمې خوشې شي.

اقتصادي کارپوه علم خان همدرد ویلي: اقتصادي پرمختګ له پیسو پرته ناشونی دی. له نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکا له حکومت او اروپايي ټولنې مو غوښتنه داده، چې د افغانستان د اقتصادي بحران په راکمولو کې مرسته وکړي.

رویټرز راپور ورکړی؛ ډېري کارپوهان پدې باور دي، چې سږنی ژمی به د ملیونونو افغانانو لپاره تر ټولو سخت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ او ور سره سمدستي امریکا د افغانستان بانک ۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو زیرمو ته د دوی لاسرسی بند کړ او د اګست پر ۳۰ یې له کابل هوایي ډګره خپل پوځي او سیاسي ځواک وویست.

Trending

Exit mobile version