تازه خبرونه

مرستو ته د افغان ماشومانو د اړتیا کچه شل سلنه لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه نوي راپور کې د افغانستان د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او څرګندوي، چې مرستو ته د افغان ماشومانو د اړتیا کچه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

افغانستان د هغو اووه هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې ماشومان یې مرستې ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په خپل راپور کې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیون ماشومان مرستې ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د راپور په یوه برخه کې راغلي: په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د ماشومانو د وجهي صندوق لخوا له نږدې تر څارنې لاندې دی او اټکل کېږي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۳ اعشاریه ۹ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا په ۲۰۲۲ ز. کال کې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

په دغه راپور کې له بشري بنسټونو او مرستندویه هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه له افغانستان سره مالي مرستو ته ژمن پاتې شي او د دغه مرستو نیمايي یې ژر تر ژره له اړمنو او په ځانګړي توګه ماشومانو ته ورکړي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ماشومان د سیاسي بې ثباتۍ او د بشري مرستو د نشتوالي له کبله ځورېږي. د اقلیم بدلون، وچکالي، طبیعي افتونه او سیاسي بدلون هغه عوامل دي، چې د بېوزلۍ، وزګارتیا او د افغانانو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي لامل شوي او د افغانستان میلیونونه ماشومان یې له بد حالت سره مخ کړي دي.

راپور زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان ماشومانو وضعیت ډېر نهیلي کوونکی دی، په میلیونونو ماشومان له سختې خوارځواکۍ او نورو خطرناکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي، کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ناهیلي دي او اړ دي، چې خپل ماشومان د کار لپاره له کوره بهر ولېږي. ماشومان کار کوي او د ورځې په پای کې یوازې پر وچې ډوډۍ ژوند تېروي، چې دا یو انساني ناورین دی.

له دې مخکې ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو د افغانستان له ۹۵ سلنې څخه د زیاتو خلکو لپاره د بشري مرستو د اړتیا په اړه خبرې کړې وې او خبرداری یې ورکړی و، چې ښایي راتلونکی کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخ ماشومانو شمېر ډېر شي.

Trending

Exit mobile version