تازه خبرونه

مرستې ورو او ناعادلانه دي – د هرات زلزله ځپلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۲)

د هرات يو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ د مرستو د خنډني او ځنډني بهيره اندېښمن شوي او وايي؛ سره له دې، چې هره ورځ زلزله ځپلیو سيمو ته مرستې لې/ل کیږي؛ خو دا مرستې په عادلانه ډول ټولو ته نهوېشل کېږي.

د هرات زلزله ځپلی نوراحمد نومي او د هغه ورور د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه‌آب کلي کې د خپلې کورنۍ لس غړي له لاسه ورکړل. د لسګونه نورو کورنیو په څېر دوی هم سړې شپې او ورځې تر خیمو لاندې تېروي. دوی د مرستو د بهیر له ورووالي اندېښمن او د ساړه موسم له کبله د دې کورنیو ژوند ډېر ستونزمن شوی دي.

دوی ټول تر خیمو لاندې ژوند کوي او اوسنۍ اسانتیاوې ورته کافي نه‌دي.

د هرات سيمه ييزو چارواکو ويلي؛ دغه مرستې له زلزله ځپلیو سره د مرستې د کمیسيون تر څارنې لاندې وېشل کېږي، چې د دغه کمیسيون د هڅو له مخې به دغه مرستې ټولو زيانمنو کليو ته ولېږدول شي.

دوی وایي، چې د لومړیو ورځو پر پرتله د دولتي، خیریه موسسو او بنسټونو د مرستو کچه کمه شوې ده.

زیانمنو کورنیو دا هم ويلي، چې دغه مرستې په سمه توګه وېشل شوې نه‌دی.

زیانمنه جمیله وايي، چې د خیمو، ژمنیو جامو، خوراکي توکو او پخلنځي د نه‌شتوالي له کبله یې ژوند له کړاوه ډک روان دی؛ خو ځايي چارواکي وايي، په ټولو سیمو کې د مرستو د وېش بهیر څاري.

د هرات زلزله ځپلیو ته د مرستو د وېش مسوول عبدالسلام هجرت ویلي؛ تر دې مهاله د مرستو ډېره برخه ژمنۍ جامې، خوراکي توکي، وریجې، اوړه، غوړي او خیمې دي.

په هرات کې له لومړۍ زلزلې نږدې درې اوونۍ تېرې شوي؛ خلک شپه او ورځ نارامه دي، ډېرې زیانمنې شوې کورنۍ اوس هم لومړنیو مرستو ته سترګې پر لار دي.

Trending

Exit mobile version