ساینس او ټیکنالوژي
مرسدس شرکت خپلو مینه والو ته برښنایي بنز معرفي کړ
Last Updated on: مرغومی ۱۵, ۱۴۰۰
مرسدس شرکت خپلو مینه والو ته داسې برښنایي بنزموټر تولید اومعرفي کړ، چې پر یو ځل چارج زر کیلومټره سفر کولی شي.
رویټرز څرګنده کړې: ډایملر، چې ډېر ژر به د مرسدس بنز نوم خپل کړي؛ په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې څرګنده کړې وه، چې غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې له ټسلا شرکت سره د سیالۍ لپاره پر برښنایي موټرو له ۴۰ میلیارډ یورو یا ۴۵ میلیارډ ډالرو دېره پانګونه وکړي او سربېره پردې به د بټرۍ جوړولو ۸ کارخونې هم ولري.
دا بنز موټر به په هرو سل کیلومټرو کې له ۱۰ کیلو واټه لږ لګښت ولري.
د ټسلا ویب پاڼې څرګندونې ښیي، چې دمګړۍ د دې شرکت اس ـ ۶۰ ماډل په هرو ۱۸۸ کیلومټره کې ۱۸ اعشاریه یو کیلو واټه برښنایي لګښت لري.
د راپور له مخې؛ د مرسدس بنز برقي موټرو جوړولو دې بېلګې ۱۸ میاشتې وخت نیولی او تر اوسه هم معلومه نده، چې د دې موټرو وروستۍ نسخه به کله بازار ته وړاندې شي.