سیمه ییز خبرونه

مریم نواز د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیره شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۲)

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز د دوشنبې پر ورځ د تر ټولو د ډېرو وګړیو لرونکي ایالت پنجاب د اعلی وزیرې په توګه غوره شوه.

۵۰ کلنه مريم، چې د خپل پلار د سياسي وارثې په توګه لومړنۍ ښځه ده، چې د پنجاب اعلی وزيره شوه. دا هغه څوکۍ ده، چې له اوږدې مودې راپدیخوا د هېواد د صدراعظمۍ لپاره ترې ګام پورته شوی دی.

د پنجاب ایالتي پارلمان مشر څرګنده کړې؛ مریم نواز په ایالتي اسمبلۍ کې، چې ۳۷۱ څوکۍ لري ۲۲۰ رایې ګټلې دي.

د سني اتحاد شورا ګوند، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له ملاتړه برخمن دی؛ دغه رایې تحریم کړې دي.

عمران خان او د هغه متحدین ادعا کوي، چې د فبرورۍ د اتمې په ټولټاکنو کې د دوی پر وړاندې درغلۍ شوي؛ خو دا تور هغه تور دی، چې د ټاکنو کمیسیون رد کړی.

مريم نواز د ټاکنو له ګټلو وروسته په ایالتي پارلمان کې د وينا پر مهال وويل: زه ناهیلې يم، چې مخالفان مو دلته د دې ډيموکراتيک بهير ګډونوال نه‌دي.

مريم د خپلې کورنۍ څلورمه غړې ده، چې د پنجاب اعلی وزيره کیږي. پنجاب د پاکستان د ۳۴۱ میلیون وکړو۵۳ سلنه او د ۳۵۰ میلیارډ ډالرو ناخالص کورني تولید ۶۰ سلنه برخه جوړوي. همدا راز دا ایالت د شریف کورنۍ د زېږېدا ټاټوبی دی.

نواز شریف او کشر ورور یې شهباز شریف هم د پنجاب د اعلی وزیرانو په توګه کار کړی دی. د شهباز زوی تېر کال څو میاشتې په دې چوکۍ کې پاتې شوی و.

په پام کې ده، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې شهباز شریف د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دوه‌یم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه غوره شي.

Trending

Exit mobile version