تازه خبرونه
مستغني: د افغان ځواکونو د جنګ ګټه د سیمې هیوادونو ته رسیږي
بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش شتون یوه لویه ستونزه ګڼي او وایی چې افغان ځواکونه د هغو وسلوالو خلاف جنګیږي چې ګټه یې د سیمې هېوادونو ته رسیږي.
وزارت دغه راز په دوبۍ او ناروې کې له طالب استازو سره خبرې او لیدنې غیر رسمي بولي؛ خو دغه راز ناستې د سولې د بهیر او په دې بهیر کې د اعتماد جوړولو لپاره ګټورې ګڼي.
په ولسي جرګه کې د کانونو او پترولیم د وزیر له دې څرګندونو وروسته چې داعش یې د افغانستان د کانونو لپاره یوه ستونزه او ننګونه بللې وه، د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ورته اندیښنه په ډاګه کړه.
په اسلو او دوبۍ کې له طالب استازو سره وروستۍ ناستې د سولې د پروسې لپاره مهمې بلل کیږي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني دا غیر رسمي ناستې بولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له میاشتې وروسته قطر ته سفر وکړي.
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، کوم هېواد چې له پاکستان سره دوستانه اړیکې لري، وبه کتل شي چې قطر ته د افغان ولسمشر کېدونکی سفر به د سولې د بهیر تړلې غوټه خلاصه کړي او که نه.
خبریاله: نبیله حفیظي