تازه خبرونه

مسعود اندارابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر او اجرائیه رییس ته نږدې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې مسعود اندارابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی انداربي له دې مخکې د ملي امنیت د سرپرست او مرستیال په توګه دنده تر سره کړې ده.

ولسمشر غني د روان کال د مرغومې پر دوه یمه د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر ویس احمد برمک لیرې او د هغه پر ځای یې امرالله صالح د دغه وزارت د سرپرست په توګه دغه وزارت ته وروپېژنده. 

د ښاغلي امرالله صالح له استفعا وروسته، د کورنیو چارو وزارت چارې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سمبالولې.

امرالله صالح د دغه وزارت مخکینی سرپرست له ۲۷ ورځو وروسته استعفا وکړه او د راتلوونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه راڅرګند شو.

دا په داسې حال کې ده، چې له دغې ټاکنې څو ورځې مخکې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت درې لوړپوړي چارواکي له دندې لیرې کړل او پر ځای یې نوي کسان دغه اړوند دندو ته وروپېژندل.

Trending

Exit mobile version