تازه خبرونه

مسلميار: له طالبانو او داعش ملاتړ کوونکي ترهګر دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رییس وايي، هر هغه څوک چې په نظام کې کار کوي او له طالبانو او یا داعش ډلې ملاتړ کوي، ترهګر او د افغانستان د ښمن دي.

 هغه وویل وسله والو مخالفینو د پردیو په لمسون په دیارلسو کلونو کې د افغانستان خلک وژلي نو څوک چې له طالبانو او داعش ملاتړ کوي، باید د حکومت له خوا وپوښتل شي او بند ته ولوېږي.

د مشرانو جرګې رییس د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو د وژنو او امنیتی ستونزو په اړه د اندیېښنې په څرګندولو سره خبر داری ورکړ، هغه کسان چې له طالبانو او داعش ملاتړ کوي، خپله ترهګر دي او باید چې حکومت يې ونیسي او زندان ته یې واچوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وايي:  

«هر څوک خبریال، سپین ږیری،عالم، وکیل او هر څوک چې په نظام کې وي د طالبانو او داعش ملاتړ کوي د افغانستان دښمن دی. چا چې دیارلسو کلونو کې د پردیو په لمسون خلک وژلي، افغانان نه بلکې ترهګر دي.»

د مشرانو جرګې رییس همداراز د غزني ولایت د امنیتی وضیعت او د وسله والو مخالفینو له خوا د لارو د بندیدو له امله غوښتنه وکړه چې باید حکومت خپل مسولیت ادا کړي. د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې د غزني لاره د آی، اېس ، آی له خوا بنده شوې او حکومت باید جدي تدابیر ونیسي.

د مشرانو جرګې غړی شېر محمد اخند زاده وايي:

«دا طالبان نه دي د آی اېس آی یو لښکر دی، حیا نه لري او لاره یې د خلکو په مخ بنده کړې ده حکومت باید په دې اړه پاملرنه وکړي.»

د مشرانو جرګې غړی ګیانوال وايي:

«پکتیکا له پاکستان سره پرانیستې لارې لري، حکومت باید په دغو پرانیستو لارو کنترول زیات کړي.»

د مشرانو جرګې غړی عبدالباقي بریال وايي:

«له کندوز وروسته غزنی د تبلیغاتو له امله له ستونزو سره مخامخ شو، همغږي نشته په غزني یرغل شوی که مخنیوی یې ونه شي نو ستونزې به زیاتي شي.»

 د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې د وروستیو امنیتي ستونزو لامل د افغان ځواکونو تر منځ نه همغږي او دغه راز د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ نه همغږي بولي. دوي وایي، حکومت باید له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه د دغه راز توطیو مخه ونیسي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version