تازه خبرونه

مسلميار: له طالبانو د روسيې ملاتړ شرموونکی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رییس څرګندوي چې د روسیې له خوا له طالبانو ملاتړ دغې ډلې ته چې د جهاد او اسلام ادعا کوي، شرموونکې خبره ده او دا ښيي چې طالبان په هېڅ ډول اسلامي ارشاداتو ته ژمن نه دي.

نوموړی وایي چې له ترهګرو ډلو د هېوادونو ملاتړ څرګنده لاسوهنه ده او باید مخه یې ونیول شي. په همدې حال کې ځینې سناتوران ټینګار کوي چې روسیې طالبانو ته زیاتې وسلې په واک کې ورکړې دي.

په داسې حال کې چې طالبانو د بهرنیانو پر وړاندې د جګړې دوام خپله یوه موخه بلله، خو د روسیې له خوا یې ملاتړ د دغې ډلې اسلامیت او موخې تر پوښتنې لاندې راولي.

د مشرانو جرګې رییس فضل‌الهادي مسلمیار وايي: “هرڅوک چې زموږ په هېواد کې لاسوهنه کوي، ګټه به ورته ونه کړي او نه بايد چې د افغانانو له ښېګڼو خوند واخلي، که روسيه او يا هر بل هېواد وي، موږ د طالب جهاد او ايمان ته حيرانېږو، دا چې دوی د کفر په وړاندې ويلي وو چې جهاد کوي، خو بېرته له روسي کفارو مرسته غواړي چې دا د دوی له پاره ډېره د شرم خبر ده.”

په همدې حال کې ځینې سناتوران ټینګار کوي چې د روسیې له خوا له طالبانو هر ډول ملاتړ افغانستان کې څرګنده لاسوهنه ده او باید ژر یې مخنیوی وشي.

د مشرانو جرګې غړینثار حارس وايي: “له طالبانو سره د روسيې نژدې کېدل پرېشانوونکې موضوع ده او دا چې له طالبانو سره پرمختللې وسلې ليدل کېږي، ښکاري چې روسيه هر ډول مرسته ورسره کړي.”

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وايي: “روسيه د ايران په مرسته له طالبانو سره د جنګي تجهيزاتو مرسته کوي، نو بايد چې په هېواد کې د رقابتي جګړو مخنيوی وشي.”

د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي چې د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی او که د سیمې هېوادونه دا موضوع له پامه وغورځوي، ترهګري به د سیمې د ډېرو هېوادونو لمن ونیسی.

Trending

Exit mobile version