تازه خبرونه

مسلمیار: دولت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رییس وايي؛ دولت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دولت باید کابینه د قانون پر بنسټ مشرانو جرګې ته وروپېژني.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کېدل د قدرت د بې ثباتي او بحران پیلامه بولي. دوی وایي چې حکومت نه دی توانېدلي څو په خپلو ژمنو عمل وکړي.
شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې د ملي یووالي حکومت نه دی توانېدلي څو د کابینې غړي د باور رایو د اخستو په هدف مشرانو جرګې ته وروپېژني.
د مشرانو جرګې رییس له حکومت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې وي، د کابینې غړي مشرانو جرګې ته وروپېژني.
د نوموړي په خبره له یوې خوا سرپرست وزیران په مسوولانه ډول کار نه کوي او له بله پلوه د سرپرست وزیرانو موده پای ته رسیدلې او په دې سره دولت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
د قانون په بنسټ، سرپرست وزیران نه شي کولای له دوو میاشتو څځه زیات خپلو دندو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې کيږي چې د دولت چارې د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کیږي.
جمهور رییس غني د لوړې د مراسمو له اداینې وروسته ژمنه وکړه چې په 45 ورځو کې به نوې کابینه معرفي کړي.

Trending

Exit mobile version