لوبی

مسي، رونالډو او صلاح د فیفا د غوره لوبغاړي جایزې نوماندان شول

Published

on

فیفا د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د غوره لوبغاړي جایزې ته د ۱۱ نوماندانو نوملړ خپور کړی، چې په کې د  لیونل مسي، کریسټیانو رونالډو او محمد صلاح نومونه هم لیدل کیږي.

د راپورونو له مخې، په دغه نوملړ کې د فوټبال د نړۍ د سترو ستوریو نومونه هم شامل دي، چې په کې ایټالوی جورجینو، د فرانسې انګولو کونټي او د پولنډ رابرټ لیوانډوسکي هم شته.

ایټالوي جورجینیو یو له هغو لوبغاړیو څخه دی، چې په تېر فصل کې یې د اټلوالۍ لیګ او د ایټالیا د ملي لوبډلې سره د اروپا اتلولي وګټله.

فرانسې انګولو کانټه، چې د ارپا د اتلولۍ لیګ اتلولي یې ګټلې؛ دې جایزې ته نومول شوی دی.

په دې نوملړ کې د انګلستان د یو لوبغاړي نوم هم ندی راغلی او ایټالیا، چې د یورو ۲۰۲۰ اتلولي یې ګټلې، یوازې یو استازی لري.

فرانسه د درې استازیو؛ بنزیما، امبایه او کانټه د فیفا جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې تر بل هر هېواد ډېر نوماندان لري.

د ګټونکي رسمي اعلان به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۷ نیټه ترسره شي، چې د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په څېر به سږکال هم د کرونا ویروس د خپریدو له کبله انلاین تر سره شي.

د یادونې وړ ده چې فیفا به د جنورۍ په لومړیو کې د دریو فاینل لوبغاړو نومونه اعلان کړي.

Trending

Exit mobile version