تازه خبرونه
مسکو به د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته د ا.ا استازي هم راوبولي
(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)
رویټرز د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ روسیه به د اوکتوبر پر ۲۰ د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته د اسلامي امارت استازي هم راوبولي.
کابلوف د غونډې په اړه نور جزئیات ندي ورنکړي.
له دې مخکې مسکو په مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه و. روسیې، امریکا، چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې له ښکېلو خواوو غوښتي وه، چې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي او تاوتریخوالی بند کړي.
له دغې اعلامیې وروسته امریکا او متحدینو یې له افغانستان څخه د وتلو بهیر پیل کړ؛ خو د اګست میاشتې په نیمایي کې له هېواده د اشرف غني له وتلو سره سم حک ومت سقوط وکړ او اسلامی امارت په چتکۍ قدرت ونیوه.