نړۍ

مسکو ته د عمران خان دوه ورځنی سفر له مخکې پلان شوي و

Published

on

د پاکستان لومړی وزیر عمران د یو لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د چارشنبې پر ورځ مسکو ته سفر کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد چوهدري په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به مسکو ته خپل دوه ورځني سفر نن هم روان ساتي او پنجشنبه ناوخته پاکستان ته راستون شي.

د عمران خان سفر څه باندې یوه میاشت مخکې پلان شوی و او تمه ده، چې نه یوازې د پاکستان د انرژۍ پر اړتیاوو، بلکې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو پر اړتیاوو هم راوڅرخیږي.

دا په تېرو څه نا څه دوه لسیزو کې مسکو ته د یوه پاکستاني مشر لومړی سفر دی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه، چې خان د چارشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري؛ خو د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې په اړه څه ندي ویلي.

د پاکستان د لومړي وزیر پر مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې نن سهار وختي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سپارښتنه پر اوکراین پراځ پوځي بریدونه پیل شوي دي.  

Trending

Exit mobile version