نړۍ
مسکو ته نږدې د چورلکې د راغورزېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي – روسيه
(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۴۰۰)
تاس په ډاګه کړې، ګې د روسيې پلازمېنې مسکو ته نږدې د چورلکې د راغورزېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي.
یو شمېر سرچینو تاس ته څرګنده کړې، چې روبینسون ۴۴ ډوله ملکي چورلکې د پلازمېنې مسکو ترڅنګ د لیتکارینا ښار په یوه ځنګل کې رالوېدلې، چې په کې یوه میرمن او دوه نرینه مړه شوي دي.
چارواکو د لومړنيو څېړنو پر مهال ويلي، چې پېښه د تخنیکي ستونزې او د پیلوټ د ورخطايي له کبله رامنځته شوې او د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.