تازه خبرونه

مسکو د افغان سولې لپاره د ترویکا د نوي پړاو خبرو کوربتوب ته ټټر وهلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشرۍ ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د سوله ییز جوړجاړي په اړه د ترویکا غړي – روسیه ، امریکا، چین او پاکستان به د جمعې پر ورځ غونډه وکړي.

ضمیر کابلوف د روسیې له تاس خبري سرچینې سره په خبرو کې  څرګنده کړې: د ترویکا پراختیا موندونکې ناسته به د اپریل پر ۳۰؛ زما، خلیلزاد، د چین او پاکستان د استازیو په ګډون ترسره شي.

هغه ویلي؛ مونږ به په افغانستان کې د اوسني وضعیت پر حل لارو بحث او خبرې وکړو. مونږ به هڅه وکړو، چې یو ګډ دریځ رامنځته او خبرو اترو ته لار اواره شي.

کابلوف زیاته کړې: وخت به وښیي، چې څه پایله به رامنځته شي.

مسکو د مارچ په میاشت کې د “ترویکا” خبرو کوربه و، چې د څلور هېوادونو استازیو او د افغان حکومت، طالبانو، افغان سیاستوالو او د قطر او ترکیې چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه.

د یوې ورځې خبرو اترو وروسته امریکا، روسیې، چین او پاکستان ګډه اعلامیه خپره کړه او ټینګار وشو، چې دوی د اسلامي امارت له بیارامنځته کېدو ملاتړ نکوي.

د دغې ناستې په اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې دوی د سولې په هر تړون کې، هوکړه پرې کیږي؛ باید د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کولو په ګډون د میرمنو، نرینه وو، ماشومانو، د جنګ قربانیانو او لږه کیو ملاتړ وکړي او د قانون د حاکمیت په ګډون د اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي ودې او پرمختګ ځواب ویونکی وي.

ترویکا له طالبانو هم غوښتي، چې د کال د پسرلنيو بریدونو څخه ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version