تازه خبرونه

مسکو د تاجکستان پوځي اډې ته نوي ټانکونه لېږدولي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ روسیې د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د تاجکستان پوځي اډه به د ۳۰ نویو ټانکونو پر رالږدولو نوره هم پیاوړې کړي او ځواکونو یې له افغانستان سره پولې ته نږدې د توغندیو د دفاعي سیسټم روزنیزې چارې تر سره کړې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې روسیه په افغانستان کې د اسلامپالو اورپکو له شونتیا اندېښمنه شوې؛ ځکه، نو د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته د دفاعي حایل په توګه ګوري.

د انټرفکس خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د څرګندونې له مخېپه ډاګه کړې، چې روسي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان پولې ته نږدې پخپلو پوځي تاسیساتو د دښمن د هوايي برید د شنډولو لپاره پر اس – ۳۰۰ سیسټمونو روزنیزې هڅې تر سره کړې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي؛ روسیه له خپلو پولو بهر تر ټولو لویه پوځي اډه په تاجکستان کې لري، چې ترې د روزنیزې موخې لپاره ۱۰ دفاعي توغندي وتوغول شول.

ویل کیږي، چې دغه ۳۰ ټي- ۷۲ بي ۳ ام ډوله پرمختللي ټانکونه، چې جنګي ځانګړتیاوې لري؛ د ډسمبر پر ۶ د روسیې دې ۲۰۱ پوځي اډه ته رارسېدلي دي.

روسیې د اکتوبر په میاشت کې له هغې وروسته،  چې امریکا او متحدینو یې له افغانستان څخه ځواکونه ووېستل او د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې بیا واک ته ورسید؛ د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې له خپلو متحدینو سره پراخه  ګډ پوځي روزنې پیل کړې.

Trending

Exit mobile version