تازه خبرونه

مسکو د سولې ناستې ته افغان حکومتي او طالب مشران بللي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف طالبانو او افغان حکومتي مشرانو ته د مسکو د سولې په ناسته کې د ګډون بلنلیکونه لېږلي دي.

آریانا نیوز ته د کابلوف رارسیدلي لیک په ډاګه کړې، چې دغه ناسته به د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مارچ پر ۱۸ په مسکو کې د ترکیې تر څارنې لاندې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان د استازیو په ګډون ترسره شي.

له دې ناستې موخه په افغانستان کې د سولې بهیر ګړندي کول او په هېواد کې د جګړې درېدل دي.

د مسکو د سولې ناستې ته حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، سید منصور نادري او یو شمېر نور سیاستوال بلل شوي دي.

ضمیر کابلوف زیاته کړې، چې قطري استازي به هم د ویاړ وړ میلمنو په توګه په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوزون وایي؛ داکټر عبدالله عبدالله د روسیې بلنلیک تر لاسه کړی او دمګړۍ یې پرې مشورې روانې ساتلي دي.

هغه مني، چې دې ناستې ته دولتي مشران، یو شمېر سیاسیون، طالب مشران او د امریکا په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه بلل شوي دي.

 امریکا غواړي د افغانستان د سولې بهیر ګړندی کړي او د همدې موخې لپاره د افغانستان د سولې په چارو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې انتقالي حکومت او د سولې بهیر د ګړندي کولو په ملاتړ په جګړه کې د ښکېلو لوریو مشرانو ته یو لیک لیکلی و، چې پرې کورني غبرګونونه راپارېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ويلي؛ د دې بنسټ مشره ډبیرا لاینز نن دوحې ته رسېدلې، چې په افغانستان کې له نړیوالو ملګرو سره د سولې بهیر پر راتلونکيو ګامونو خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version