تازه خبرونه

مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنیتي غونډې کوربتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د جمعې پر ورځ تاس خبري آژانس ته څرګنده کړې، چې راتلونکې اوونۍ به په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنیتي چارواکو په ګډون د یوې ناستې کوبتوب وکړي.

کابلوف ویلي، چې د افغانستان په اړه امنیتي ناستې ته د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګډون د پاکستان، هند او چین د امنیت شورا سلاکاران رابلل شوي دي.

د افغانستان په اړه د لوړپوړیو امنیتي چارواکو ترمنځ د څو اړخیزو سلامشورو د څلورم پړاو کوربتوب تېر په مې میاشت کې تاجکستان کړی و.

روسیه په داسې حال کې د سیمې د هېوادونو د راتلونکې امنیتي غونډې ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې دغه هېواد تل په افغانستان کې د داعش پر شتون اندېښنه ښودلې ده.

کابلوف شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي وه، چې په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او د افغانستان د نورو ګاونډ هېوادونو د ثبات لپاره، بلکې د روسیې د امنیت پر ضد هم دی.

اسلامي امارت څو ځله ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد نه کارول کېږي.

Trending

Exit mobile version