تازه خبرونه

مشرانو جرګه: آی اس آی او د پاکستان پوځ د افغانستان ښکاره دښمن دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رییس د پاکستان څارګره اداره آی اس آی او پوځ د افغانستان ښکاره دښمنان بولي او وایي، پاکستاني پوځيان او آی اس آی د افغانستان د ناامنیو په ټولو پیښو کې ښکېل دي.
فضل هادي مسلمیار له افغان حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته له پاکستان سره خبرې وکړي څو له خپلو لاسوهنو او مرموزې جګړې لاس واخلي؛ پرته له دې به د دغه حالت په دوام سره د افغانستان او پاکستان تر منځ علني جګړه پیل شي.
مشرانو جرګه د افغانستان په روان وضعیت کې د پاکستان په رول اندیښنه ښکاره کوي او له حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته له پاکستان سره خبرې وکړي څو د افغانستان په چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.
د مشرانو جرګې غړیو له حکومت وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې پرېکنده دریځ ونیسي. دوي وایي، کوم وسلوال چې اساسي قانون نه مني، ور سره خبرې جفا ده.
د مشرانو جرګې غړي پاکستان ته د ولسمشر وروستی سفر د پخواني ولسمشر د بې پایلو سفرونو دوام بولي او له حکومت غواړي چې د پاکستان په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي.

Trending

Exit mobile version