تازه خبرونه

مشرانو جرګه: افغان ولسمشر باید پوځ ته د پاكستان پر وړاندې د ورته عمل امر وركړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې پر كنړ د پاكستاني پوځ د ځمكنيو او هوايي بريدونو په غبرګون كې له افغان ولسمشر څخه وغوښتل، چې پوځ ته د پاكستان پر وړاندې د ورته عمل امر وركړي.

د افغانتسان مشرانو جرګه په دې باور ده چې پاكستان د افغانستان پر وړاندې خپله تربګني او دښمني د دييلوماتيكو فشارونو له كبله نه پرېږدي او افغانستان بايد په دې اړوند جدي دريځ ونيسي.

له څو کلونو را په دېخوا پاکستاني پوځ د ډيورنډ له پورې غاړې د افغانستان پر خاوره پرلپسې بريدونه كوي.

دغه بریدونه د كنړ په ځينو ولسواليو متمركز دى. د تازه رپوټونو له مخې پاكستان د ځكمنيو بريدونو او توغنديو سربېره پر كنړ هوايي بريدونه هم كړي دي.

په مشرانو جرګه كې د كنړ استازى رفیع الله حیدریوايي، د پاكستاني پوځ په هوايي بريد كې په دانګام ولسوالۍ كې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۸ ټپيان شوي دي.

دوى له ولسمشر څخه غواړي، چې د پاكستان پر وړاندې بايد ورته عمل وشي. ځينو نورو بيا ويل، چې بايد ملګرو ملتونو ته احتجاجيه ليك واستول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر پر کنړ د هوایی او راکټی بریدونو له امله له پاکستان سره د جگړی د چمتووالی امر صادر کړی دی.

دا څرکندونې د ملی دفاع وزیر د ولسی جرګی په استجوابیه غونډه کې كړې دي.

Trending

Exit mobile version