تازه خبرونه

مشرانو جرګه د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې له حکومت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړي او هغه کسان او ډلې افشا کړي چې د سولې له دغه خبرو سره مخالفت څرګندوي ډېر به ښه وي.

مشرانو جرګه د یکشنبې په عمومي غونډه کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د پروسې د ملاتړ تر څنګ له حکومت غواړي چې ژر ترژره له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلک کړي.

د حزب اسلامي او ملي یووالي د حکومت تر منځ د سولې خبرې وروستۍ شوې، خو د نامعلومو دلایلو له کبله د سولې هوکړه لیک ځنډېدلی دی. داسې انګېرل کېږي چې په حکومت کې د ننه ځينې کړۍ له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخالفت کوي. مشرانو جرګه له حکومت غواړي چې دغه ډول کسان افشا کړي.

د مشرانو جرګي رییس فضل هادی مسلمیار وايي: “د سولې شورا دې د سولې د خبرو اترو د ځنډ لامل له ملت سره شریک کړي، موږ د سولې له پروسې ملاتړ کوو او حکومت هم غفلت کوي باید روښانه کړي چې څوک مخالفت کوي.”

د مشرانو جرګې غړی حسن هوتک وايي: “په حکومت کې داسی کسان دي چې مخالفت ښيي که چېرې دا پروسه ناکامه شي نور مخالفین به څرنګه د سولې له پروسې سره یو ځای شي.”

همداراز د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې د سولې خبرې اترې باید اجرایي ضمانت ولري ترڅو خلک د سولې په پروسه باوري شي.

د مشرانو جرګې غړی محمدعلم ایزدیار وايي: “هیله ده چې له حزب اسلامی سره د سولې خبرې اترې پايله ورکړي او دا خبرې اترې اجرايي ضمانت ولري ترڅو د سولې له پروسې سره د خلکو اعتماد زیات شی.”

د مشرانو جرګې غړی ګل احمداعظمي وايي:”د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې خبرې چې روانې دي دا د خلکو هيله ده چې ګړندي او عملي ګامونه واخيستل شي ترڅو نور مخالفین هم الګو واخلي او د سولې له پروسېسره یو ځایشی.”

له تېرو څو میاشتو راهیسې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی له حکومت سره په خبرو بوخت دی. دغه پلاوي څو ځله کابل ته سفرونه کړي او ویل کېږي چې په وروستي سفر کې په ټولو مسایلو توافق شوی خو رسمي هوکړه لیک نه دی لاسلیک شوی.

 خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version