تازه خبرونه

مشرانو جرګه: د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو افغانستان له کړکیچ څخه وژغورل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرگې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو هر کلی وکړ. د مشرانو جرګې غړي وایي، د دې حکومت په جوړېدو سره افغانستان له کړکېچ څخه وژغورل شو.
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو خوښي ښیي او وایي، په دې سره افغانستان له کړکېچ څخه وژغورل شو.
سناتوران نثار حارث او بسم الله افغانمل له نوي منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي غواړي، چې له خپلو ژمنو سره سم له امریکا سره امنیتي هوکړه لیک ژر لاسلیک کړي.
د مشرانو جرګې غړي بلقیس روشن او داوود اساس له نوي حکومت څخه همدا راز غواړي، چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې سمونونه راولي. دوی پر دې بنسټ نیوکه کوي، چې په کمزوري مدیریت سره یې خلک بې باوره کړل.
د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپلې لومړنۍ وېنا کې د یوه ځواب ویونکي حکومت په را منځته کېدو ټینګار وکړ.
هغه وویل، چې دی او عبدالله عبدالله به د یوه مسئول او ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

Trending

Exit mobile version