تازه خبرونه
مشرانو جرګه : د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلام کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او ځينې غړي په دويم پړاو ټاكنو كې پر ځنډ اندېښنه ښيي او وايي، چې د قدرت د وېش لپاره معاملې روانې دي. دوی له كانديدانو غواړي، چې د خلكو رايو ته درناوى وكړي.
همدارنګه د مشرانو جرګې غړو رفیع الله حیدري او بشیر احمد صمیم په هېواد كې د ناامنيو پر وروستيو پېښو اندېښنه وښوده او ویی ویل، كه حالات همداسې دوام وكړي نو كېداى شي، ټاكنې په سم ډول تر سره نه شي. دوی د ناامنيو تر شا ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاكستان ښكېل بولي.
د قانون له مخي د غويي په ۲۴ به د ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايلې اعلام شي.
كه د ولسمشرۍ له اتو كانديدانو څخه يوه يي هم پنځوس جمع يو رايي پوره نه كړې، نو ټاكنې دويم پړاو ته ځي.