تازه خبرونه

مشرانو جرګه: د کندز والي دې ګوښه او عدلي بنسټونو ته معرفي شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې غړو د رایو په غوڅ اکثریت پریکړه وکړه چې باید د کندز والي له دندې ګوښه شي او عدلي او قضایی بنسټونو ته معرفي شي.

د مشرانو جرګې رییس د کندز والي لنډغر او جاسوس بولي او هغه په بې کفایتي تورنوي.

د کندز له والي سره مو په دې برخه کې د خبرو کولو هڅه وکړه، خو دې کار مو نتیجه ورنکړه.

په کندز کې روان امنیتي وضعیت د مشرانو جرګې غړي غصه کړي دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د دې تر څنګ په کندز والي تند لفظي برید کوي:

د کندز والي خو زه د یو والي په توګه نه ؛ بلکې د یو اوباش او جاسوسو په توګه یې پېژنم. هغه چې د مجلس په وړاندې کوم نظر څرګند کړ، د دې په ځای چې د خپل ضعف له امله بښنه وغواړي، او له سنا څخه له دې امله مننه وکړي چې دی خپلو نیمګړتیا وو ته متوجه کوي؛ بلکې زموږ د دې کار په وړاندې یې عکس العمل وښود او بدبختانه په پایله کې هغه څه رامنځ ته شول چې موږ یې په اړه اندیښنه درلوده؛ نو اوس که رښتا هم مرد وي، باید له دې پوست څخه کوښه شي.

په دې برخه کې مو د کندز له والي سره د خبرو کولو هڅې نتیجه ورنکړه، خو مخکې له دې والي د مشرانو جرګې د ځینو غړو دا خبرې چې دشت ارچي ولسوالۍ یې د سقوط له خطر سره مخامخ کړې ده، رد کړې وې.

عبدالله قرلق ـ د مشرانو جرګې غړی:

د هغو معلوماتو له مخې چې لرم یې؛ د دشت ارچي ولسوالۍ هم ښایي نن یا سبا سقوط شي.

د ښاغلي قرلق له دې خبرو یوه ورځ وروسته دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې راغله.

له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې کندز کې زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي، خو له زیاتې مودې را په دیخوا دغه ولایت له جګړو او ناامنیو کړیږي.

خبریال:نصرت پارسا

Trending

Exit mobile version