تازه خبرونه
مشرانو جرګه د ۱۳۹۴ كال ملي بوديجه نا عادلانه او نا متوازنه بولي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د مشرانو جرګې عړي وايي چې يو شمير ولايتونو ته د نويوپروژو لپاره اختياري پراختيايي بوديجه په پام كې نده نيول شوې.
مشرانو جرګې ددغو ستونزو په اړه د مالیې وزارت چار واكي د وضاحت په موخه عمومي غونډي ته را غوښتي وو.دماليي وزارت چار واكي ستونزي او نيمګړتياوي مني، خو وايي چې بوديجه د امكاناتو له مخې تر تیب شوې ده.
د۱۳۴۹ كال د ملي بوديجې طرحه د ۴۵۸ عشاريه ۸ ميليارد افغانيو په پام كي نيولو سره وړاندي د حكومت له لوري مشرانو جرګې ته د مشورتي نظر لپاره وړاندي شوه؛ خو د مشرانو جرګې غړیو بوديجه نا متوازن او غير عادلانه وبلل.
د مالیی وزار چار واکې په وزارتونو کې د ټیټ ظرفیت په هکله اندیښنه وښوده او زیاته کړه چې هغه وزارتونه چې پراختیایی بودیجه نده مصرف کړي، باید خپل ځواب وایی.