تازه خبرونه

مشرانو جرګه: زموږ جګړې ټولې د ناوړه اقتصاد له امله دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه ترکمنستان ته د ولسمشر سفر او د ټاپي پروژې د چارو پیل د هېواد  په امنیتي او اقتصادي حالاتو بې اغېزې نه ګڼي او وايي چې د ټاپي پروژه به د سیمې هېوادونه له اقتصادي پلوه داسې سره وتړي چې په امنیت به یې هم اغیز مثبت وي. د ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته د ټاپي پروژې یا د ګازو د پایپ لاین د  غزولو د پرانستې مراسمو کې  د ګډون له پاره تر کمنستان ته لاړ. مشرانو جرګه دغه سفر او د پروژې پیل د افغانستان په امنیتي او اقتصادي حالاتو بې اغېزې نه ګڼي او وايي چې له دغې پروژې سره به د هېواد په حالاتو کې مثبت بدلونونه راشي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار وايي:

“د ګازو تر پایپ لاین پورې اړوند هېوادونه به د دې پروژې په پرانيستلو سره د سیمې هېوادونو کې نوی باب پرانيستل شي. ځکه د ټولو جګړو لامل اقتصاد بعد لري، هیله لرو چې د خپلو مشروع اقتصادي ګټو ته په پام پر دې فکر وکړي چې په امنیت او ثبات کې کولای شو، ډېرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړو. “

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وايي:

“دا پروژه ډېره مهمه ده یوازي په امنیتی برخه کې اووه زره افغانانو ته د کار زمینه په کې برابرېږي، موږ له دې پروژې ملاتړ کوو.”

 د مشرانو جرګې ځینی غړي د ولسمشر سفر ترکمنستان ته مثبت خو په تېره اونۍ کې پاکستان ته د اسیا زړه هېوادنو کنفرانس کې د هغه څرګندونو باندې نیوکه کوي او وايي چې د خلکو له غوښتنو سره سم يې هلته د پاکستان د لاسوهنو په اړه څه ونه ویل.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي:

“ولسمشر ترکمنستان ښه ګاوندي وباله او ويې ویل چې ترکمنستان موږ ته ګاز صادروي خو ځینې ګاونډیان زموږ هېواد ته ترهګر صادروي. هغه وویل چې ولسمشر باید چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې په ډيپلوماتیک توګه د افغانستان د خلکو غږ د پاکستان د لاسوهنو په اړه بيان کړی وای او په ډيپلوماتیکه ژبه یي پاکستان ته ویلي وای چې له لاسوهنې لاس واخله،  ځکه چې طالب خو له اسمان څخه نه تجهيزېږي. “

کارپوهان هم په دې باور دي چې که د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له اقتصادي پلوه ښکېل شي او اقتصادي ګټې يې له افغانستان سره وتړل شي، په هېواد کې سوله او ثبات ټينګېدای شي. ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې، پاکستان او بیا هند ته ګاز لېږدوي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version