تازه خبرونه

مشرانو جرګه: په هېواد کې دې پرمختيا متوازنه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه د متوازنې پرمختیا په لاره کې د پیسو حیف او میل لویه ستونزه ګڼي او وايي چې باید د دغه کار مخینوی وشي.

د کلیو د پراختیا وزیر وايي چې په زیاترو سیمو کې د نا امنیو له کبله متوازنه پرمختیا ناشونې ده او دغه بهیر یې له پوښتنو سره مخامخ کړی دی.

مشرانو جرګه وايي چې په هېواد کې متوازنې پرمختیا ته باید جدي پاملرنه وشي او باید په پرمختیايي پروژو کې د پیسو د حیف او میل مخه باید ونیول شي.

د مشرانو جرګې غړی: رحمت الله اڅکزی وايي:”په ډېرو ولايتونو کې د پروژو پيسې د خلکو جېبونو ته لوېږي، بايد چې مخه يې ونيول شي، څو خلک ډاډه شي چې دوی ته هم خدمتونه کېږي.”

سناتور صفی‌الله هاشمي وايي: “د پروژو څارنه ډېره مهمه ده هر وخت چې سمه څارنه وشي، پروژې هم په سمه او معياري توګه بشپړې کېدای شي چې بايد په نظر کې ونيول شي.”

سناتور محمد علم ایزدیار وايي: “د ملي پيوستون په پروګرام کې لاسته راوړنې شته دي، خو د ولايتونو له پاره د پروژو په برخه کې د توازن نشتوالی د اندېښنې وړ دی چې بايد توازن په نظر کې ونيول شي.”

د کلیو پراختیا وزیر چې مشرانو جرګې ته د کاري پلان د وړاندې کولو له پاره راغلی و، وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې له پاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي او په هغو پروژو یې څارنه زیاته کړې چې همدا اوس یې کارونه دوام لري.

د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وايي: “په ولايتونو کې د پروژو د عملي کولو له پاره په جدي توګه هڅې کوو، خو د امنيت او مناسبې رهبرۍ د نشتوالي له کبله او بله دا چې د بوديجه يې هم د ډونر په واک کې وي نو په ټولو ولايتونو کې يو ډول پراختيا سخت کار دی.”

د کلیو د پراختیا وزیر وايي چې د هېواد په ولایتونو کې همدا اوس د پنځو زرو او دوو سوو لویو او وړو پروژو چارې روانې دي چې ټول لګښت یې یو سل او څلوېښت میلیون ډالرو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version