سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرګی د ۱۳۹۳ کال مالي بودجه تائید کړه
مشرانو جرګې تر يوې مياشتې وروسته د ۱۳۹۳كال مالي بودجه له ځينو وړانديزونو سره تاييد كړه. د مشرانو جرګې د بودجې او اقتصادي كميسيون رئيس وايي، د پراختيايي بودجې ۵۶ په سلو كې برخه د تېرو كلونو د انتقالي پروژو ده، چې دا مسئله د دې سبب شوې څو د نړيوالو ليوالتيا د مرستو په برخه كې كمه شي.
د افغانستان د ۱۳۹۳كال عادي او پراختيايي بودجه ۴۴۴ميليارد افغانيو ته رسيږي، چې د تېر كال په پرتله ۲۵سلنه زياتوالى ښيي.
د مشرانو جرګې د بودجې او اقتصادي كميسيون رئيس محمدالدين همدرد وايي:
د افغانستان سياسي او پوځي حالاتو د راتلونكي كال پر ملي بودجې مستقيم اغېز كړى.
دى زياتوي كمزورى مديريت او په تېرو كلونو كې د پراختيايي بودجې نه لګول د دې سبب شوي، چې مرستندوى هېوادونه د پراختيايي پروژو د تمويل لپاره بې علاقې شي.
دى همدارنګه وايي، د ۱۳۹۳ كال د پراختيايي بودجې ۵۶ په سلو كې برخه انتقالي ده، چې له ۱۳۹۰ كال را په دېخوا لېږدېدلې ده.
ځينو سناتورانو ځينې پروژې لكه د ښونځيو ودانۍ، د سړكونو، برښنا او اوبو بندونو جوړول، د روږدو كسانو د ستونزو د حل لپاره بودجه، او په مركز او ولايتونو كې د بنديانو لپاره د روغتيايي مركزونو جوړول، چې د ۱۳۹۲ كال په بودجه كې د ماليي وزارت له خوا ځينو ولايتونو ته په پام كې نه وه نيول شوې، په پيشنهادي ډول د بودجې په طرحه كې ځاى كړل.
تر بحث او خبرو وروسته د ۱۳۹۳كال د بودجې طرحه رايو ته وړاندې شوه، چې د رايو په غوڅ اكثريت سره تصويب شوه.
د ۱۳۹۳ كال بودجه شاوخوا ۴۴۴ميليارد افغانيو ته رسېږي، چې ۲۷۶ميليارد افغانۍ يي عادي او ۱۶۸ميليارد افغانۍ يي پراختيايي ده.
ويل كېږي، چې دا مهال د عادي بودجې ۴۴ په سلو كې برخه له كورنيو عواېدو تمويليږي او نوره ۵۶ په سلو كې عادي بودجه او د پراختيايي بودجې ټوله برخه د بهرنيو هېوادونو له مرستو تمويلېږي.