تازه خبرونه

مشرانو جرګې اووه قوانین ومنل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې په یوه فوق العاده غونډه کې اووه قوانین د رایو په غوڅ اکثریت تایید کړل

 د ولسي جرګې لومړي مرستیال ویلي، ملي ګټو او د دغو قوانینو ګټو ته په کتو سره به د ولسمشر په لارښوونه فوق‌العاده غونډه وشي څو دې برخه کې ننګونې له منځه لاړې شي. په همدې حال په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي، د توکو د نړیوالې سوداګرۍ د قانون په تایید سره د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب تثبیت کېږي.

د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه د اوو قوانینو د تایید له پاره چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوې وو، د چهارشنبې په ورځ وشوه. د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د اساسي قانون له مخې ولسمشر کولای شي چې د مهمو قوانینو د تصویب له پاره لارښونه وکړي څو ملي شورا فوق العاده غونډه ترسره کړي چې په همدې دلیل په مشرانو جرګه کې په اوو قوانينو بحث وشو.

  1. د کاپي رایټ قانون په اوو فصلونو او شپږ څلوېښت مادو کې چې د مولف، مصنف، هنرمند او څېړونکي حقوق په کې په پام کې نیول شوي دي.
  2. د سوداګریزو او صنعتي اسرارو د ملاتړ قانون په څلورو فصلونو او څوارلسو مادو کې.
  3. له نباتاتو د ساتنې قانون په شپږو فصلونو او اته شپیتو مادو کې.
  4. د توکو د سوداګرۍ نړیوال قانون په څلورو فصلونو او یوویشتو مادو کې.
  5. د حیواني روغتیا قانون په څلورو فصلونو او شپږ ویشتو مادو کې.
  6. د تقنیني اسنادو د انفاذ، طی مراحل او خپراوي قانون په شپږو فصلونو او اته شپېتو مادو کې.
  7. له میموري کارټ او موډم د ملاتړ قانون.

دغه اووه قوانین د مشرانو جرګې له خوا د رایو په غوڅ اکثریت او یوې سپینې رایې سره تایید شول.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي وويل: “موږ د ملي ګټو او د هېوادنيو ګټو د نيولو له پاره فوق العاده غونډه لرله او چې د تاييد له پاره اووه قوانين جرګې ته راغلي وو تصويب شول.”

په همدې حال کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي، له اوو قوانینو د توکو د نړیوالې سوداګرۍ قانون د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان د یو ځای کېدو زمینه برابره کړه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي وايي: “د ولسمشر لارښوونه ده چې فوق العاده غونډه دې ونيول شي او دغه قوانين له افغان ملت سره مستقیمه اړيکه لري، ځکه چې د بهرنۍ سوداګرۍ د قانون تصويب د نړيوالې سوداګرۍ له پاره د افغانستان غړيتوب څرګندوي.”

دا په داسې حال کې ده چې ملي شورا د اوړي پنځه څلوېښت ورځنۍ رخصتي پیل کړې خو مشرانو جرګې د رخصتیو په څلورمه ورځ عمومي غونډه وکړه او د اوو قوانینو برخلیک یې چې خلکو ته مهم وو، روښانه کړ.

Trending

Exit mobile version