سیمه ییز خبرونه

مشرانو جرګې د افغان حكومت له وروستۍ پريكړې ملاتړ څرگند كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرگې د افغان حكومت د هغې وروستۍ پريكړې ملاتړ څرگند كړ چې، ويلي يې دي له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو پر ځاي به له پا كستان سره خبرې وكړي.

د مشرانو جر ګي يو شمير غړي وايي:

چې كه افغانان په خپلو كې سره يو موټى نه شي نو روان كړكيچ به دوام وكړي.

د مشرانو جر گي ديكشنبي ورځې په عمومي غوڼده كي يو ځل بيا گاوندي هيوادونه په تيره بيا پاكستان د افغا نستان په كړكېچ كې  په لاس لرلو تورن شول.

د مشرانو جرگي غړې گلالۍ اكبري وايي چې:

د افغا نستان ځيني گاونډيان په تيره بيا پا كستان په افغا نستان كي د جگړې د غزولو هڅې كوي.

د مشرانو جر گې غړى عبدالحنان حق ويون وايي چې:

د حكومت له هغي پريكړي خپل كلك ملاتړ څر گندوي چي ويلي يي دي د سولې د خبرو لپاره به د وسلوالو مخالفينو پر ځاى له پاكستان سره خبرې پېل كړي.

محمد علم ايزد ياروايي چي:

دا خبري بايد ډير ژر او په رڼه( شفافه) توگه تر سره شي او افغان دولت بايد له رامنځته شويو شرايطو په پراخه  پيمانه گټه پورته كړي او پر خپله كورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ له سره غور وكړي.

افغان ولسمشر حامد كرزي  د استاد برهان الدين ربانې د ترور له پېښې وروسته له ديني عالمانو سره په خبرو كې وويل چې، په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينگښت لپاره بايد  د وسلوالو مخالفينو پر ځاى له پاكستان سره خبرې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version