تازه خبرونه

مشرانو جرګې د برېښنا مسولين د برېښنا د غيرعادلانه وېش له امله د ځواب له پاره راغوښتي وو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې په پلازمینه کابل او د هېوادو په نورو برخو کې د برېښنا د کموالي او ګډوډيو له کبله د برېښنا شرکت مسولین استجواب کړل. د مشرانو جرګې غړي وايي چې د برېښنا په پرچوۍ کې بې عدالتي کېږي. د افغانستان د برېښنا شرکت رییس وايي چې د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتي برېښنا د کار په بشپړېدو سره به د برېښنا ډېره ستونزه اواره شي.  هغه د افغانستان د برېښنایي سېستم د زېربنا د جوړېدو له پاره د درې میلیارد ډالرو مرستو خبر هم ورکړ.

مشرانو جرګې د سه شنبې عمومي غونډې ته د برېښنا شرکت مسولین د برېښنا د کموالي او غیرعادلانه  وېش له کبله غونډې ته رابللي وو.

د مشرانو جرګې غړېعزیزه مصلح وايي:”په ژمي کې د برېښنا د کموالي ستونزه زیاتېږي او پرچوي هم په سمه توګه نه رعایت کېږي او غیر عادلانه ده، په یوه سیمه کې ۲۴ساعته او په ځینو سیمو کې څو ساعته او يو شمېر سیمو کې خو بیخی برېښنا نشته.”

د مشرانو جرګې غړیګل احمد اعظمي وايي: “باید سم تدابیر ونیول شي هر کال د پرچوۍ سېستم تکرارېږی  او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.”

 خو د برېښنا شرکت رییس دا ستونزې مني او وايي چې په ژمي کې د برېښنا د ډېرې استفادې له امله دوی له ستونزو سره مخامخ دي خو دوی هڅې پیل کړې چې د برېښنا ستونزه تر یوه بریده حل کړي.

د برېښنا شرکت رییسعبدالرازق صمدي وايي:”  ان شاالله چې مسله حل کېږی له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پاکستان ته ځي چې له قزاقستان او تاجکستان څخه  اخيستل کېږي او درې سوه مېګاواټه يې افغانستان ته رسېږی، بله دا چې د ترکمنستان برېښنا هم اخيستی شو چې د اقینې له لارې کابل او نورو سیمو ته انتقالېږی.”

  دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ژمي کې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه پلازمینه د برېښنا له کموالي څخه سر ټکوي  او دا ډول ستونزې تر اوسه په خپل حال پاتې دي.  افغانستان په کور د ننه لږه برېښنا تولیدوي او زیاتره برېښنا د مرکزي آسیا له هېوادونو څخه واردوي.

خبريال:عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version