تازه خبرونه
مشرانو جرګې د ولسمشر ترمپ دفاع وزیر ته د باور رایه ورکړه
په امريکا کې د نوي ولسمشر دونلدترمپ د تېرې شپې له ژمنې وروسته د دغه هېواد مشرانو جرگې (سنا) د هغه له لوري دفاع وزارت ته نوماند وزير متقاعد جنرال جيمز ماتيزته د باور رايه ورکړه.
متقاعد جنرال ماتيز د امريکا په پوځ کې له ۴۱ کلن چوپړ وروسته څلور کاله مخکې تقاعد کړی دی.
د یو شمېر رسنیو د څرګندونو له مخې؛ نوموړی په عراق کې د جگړو پرمهال پر گڼو جنگي جرمونو تورن شوی او د ليوني سپي نوم یې خپل کړی دی.
که څه هم د امريکا له قانون سره سم پوځي جنرال له تقاعد وروسته اووه کاله په ملکي حکومت کې دنده نه شي ترسره کولی؛ خو د دغه هېواد مشرانو جرگې نوموړی تېره اوونۍ له دې قانونه وویست او دی یې مستثنا وګاڼه.
په مشرانو جرگه کې د وينا پر مهال جنرال ماتيز له سختو نیوکو او پوښتنو سره مخ نه شو؛ ځکه هغه روسیه د امريکا امنيت ته گواښ وګاڼه او د روسيې پر ولسمشر ويلاديمير پوټين يې تور ولگاوه، چې هڅه کوي ناتو ماته کړي.
دغه راز نوموړي ايران بې ثباته کوونکی او د شمالي کوريا اتومي ځواک يې د امريکا امنيت ته گواښوونکی وباله.
جنرال ماتيز ويلي، د افغانستان وضعيت اوس هم خطرناک دی او زمونږ ځواکونه په کې جگړه کوي.
جنرال ماتیز په ډاګه کړې؛ مونږ په منځني ختيځ کې هم له گواښونو سره مخ يو، روسيه د امريکا پر ضد د جگړهييزې سيالۍ غوښتنه لري او چين هم غواړي، چې امريکا يوې څنډې ته کړي.
ماتيز دا هم ویلي، چې د امريکا او روسيې اړيکې له تاريخي پلوه چندان ښې نه دي پالل شوي او اوسنی وضعيت يې هم ډېر ترينگلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر په خپلو لویدیځو پولو کې امنیتي تدابیر نورهم ځواکمن کړي دي.