تازه خبرونه
مشرانو جرګې د پارلماني ټاکنو د نیټې د نه معلومولو له امله پر حکومت نیوکه وکړه
مشرانو جرګې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نیټې د نه معلومولو له امله د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه.
مشرانو جرګه وایي، د پارلماني ټاکنو د نیټې د معلومولو لپاره حکومت باید استخاره وکړي.
د مشرانو جرګې غړي د دې ټاکنو د نیټې په معلومولو کې د حکومت پر ځنډ نیوکه کوي او وایي؛ حکومت د دې توان نه لري چې د پارلماني ټاکنونیټه مشخصه کړي.
مشرانو جرګې دغه راز د ولسي جرګې په وړاندې خپله پریکړه بېرته واخیسته.
مشرانو جرګې ویلي و چې د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې کاري موده د قانون له مخې پای ته رسیږي، نو هر قانون چې له دې بنسټ ورته د تایید لپاره راځي د دوی له اجنډا وځي.
د مشرانو جرګې غړي وایي، حکومت یواځې ژمنې کوي خو عمل پري نه کیږي.
د مشرانو جرګې غړی فیصل سیمع:
“ په تاسف سره چې اوونۍ تیرې شوې که حکومت د افغانستان په جنتري کې د ټاکنو ورځ نه شي پيدا کولای نو استخاره دې وکړي تر څو ټاکني وکړي او خلک له ستونزو خلاص شي.“
دمشرانو جرګې غړی افضل شامل:
“ د ټاکنو نیټه په دوه درې اوونیو کې معلومه نه شوه، ولسمشر لاپې وهلې او د پارلمان او خلکو برخلیک به څرنګه شي.“
د ملي یووالي په حکومت بله نیوکه له دې کبله ده چې د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون د غړو او رییس د ګمارلو په هکله هوکړې ته نه رسیږي.
د مشرانو جرګې غړی قیس وکیلي:
“ درې اوونۍ تیرې شوې، دوی د یوه نفر پر سر جوړ نه راځي. په افغانستان کې یو نفر نشي پیدا کولای؛ یو بی طرف شخص دې وګماري افغانستان د بحران خواته ځي دوی ۱۳ کلنې لاسته راونې هم تر پوښتنې لاندې راولي.“
صالحه مهرزاد دمشرانوجرګې غړې:
” تر هغو به ټاکنې ونه شي چې بنیادي اصلاحات رانشي. زه د ملي یوالي حکومت اووه رهبرانو ته وایم کله چې دوه اشپزان وي دیګ یا تروش راځي یا بې مالګې، باید چې سره یوشي.“
د ولسي جرګې په وړاندې د خپلې پریکړې بېرته اخیستل د مشرانو جرګې د عمومي غونډې بله مهمه برخه ده.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار:
“ باید د تاکنو نیټه مشخصه شي او باید د خپلې هغې پریکړې په اړه هم تصمیم ونیسو چې د ټاکنو د نیټې د مشخص کېدو لپاره تر یوې میاشتې خپل کار ته دوام ورکوي.“
د قانون له مخې د ولسي جرګې کاري موده د همدې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پای ته ورسېده؛ خو دا چې ټاکنې نه دي شوي ولسمشرۍ ماڼۍ د وکیلانو کاري موده د ټاکنو تر تر سره کېدو وغځوله.
خبریال: عبدالعزیز کریمی