سیمه ییز خبرونه

مشرانو جرګې د یو شمېر ټاکنیزو محلونو د رایو پر باطلولو اندېښنه ښکاره کړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرګې په ځينو سيمو كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون له خوا د يو شمېر ټاكنيزو محلونو د رايو پر باطلولو اندېښنه ښكاره كړه.

مشرانو جرګه د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون پر هغې پرېكړې اندېښنه لري، چې د ځينو ټاكنيزو محلونو رايي باطلې اعلان كړې.

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار او د ولسي جرګې د غړو بسم الله افغان مل او عارف پښتون په وېنا، خلكو په سختو حالاتو كې د خپل سياسي برخليك د ټاكلو لپاره رايي وكارولې او بايد د خلكو پاكې رايي له ناپاكو جلا شي، څو خلك د ټاكنو په بهير باوري شي.

د مشرانو جرګې غړي خبردارى وركوي، چې كه د ټاكنو په پروسه كې چارې په سمه او مسئولانه ډول پر مخ ولاړې نه شي، هېواد به له كړكېچ سره مخامخ شي.

دوی د ټاكنو په بهير كې د هر راز خپلسريو او ناقانونه كړنو په مخنيوي كې د ولسمشر د اقدام غوښتنه كوي.

د مشرانو جرګې ځينې نور غړي هدایت الله رهایي او خالقداد بلاغي وايي، چې د ځينو محلونو د رايو باطلولو ته په كتو سره ښايي، چې ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې شي.

دوی همدارنګه وايي، چې د ټاكنو دويم احتمالي پړاو ته بايد له قانون سره سم پوره چمتووالى ونيول شي.

دوی د ولسمشرۍ پر نوماندانو غږ کوی، چی د ائتلافی حکومتونو له جوړېدو او د قدرت له وېش څخه دې مخنيوی وکړي.

د ټاکنيزو شكايتونو كميسيون وايي، د ۶۳ مرکزونو او ۱۳ محلونو رایې د دوی تر څېړنې وروسته د درغلیو له امله باطلې شوې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د بریتانیا ټیلګراف او د امريكا واشنګټن پوست ورځپاڼو په خپلو تبصرو كې لیکلي، چې د دې ټاکنو د نږدې نیمايي پایلو له اعلانېدو وروسته دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو امکان قوي شوی دی.

Trending

Exit mobile version