تازه خبرونه

مشرانو جرګې له زلزله ځپلو سره د ژر مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې په حکومت غږ وکړ چې زلزلې ځپلو کورنیو ته مرستې ورسوي. مشرانو جرګه وايي چې زلزلې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي او حکومت باید له زیانمنو سره په مرسته کې بې پروايي ونه کړي.

تېره په ورځ د رېکتر په کچه ۷،۷  درجې زلزلې د هېواد ګڼې برخې ولړزولې. دې زلزلې د پلازمېنې په ګډون په شمالي او ختیځو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول. مشرانو جرګې د اوښتو زیانونو په هکله  د اندېښنی په څرګندولو سره په حکومت غږ وکړ چې له اړو او زیانمنو کسانو سره د مرستې جدي تابیا وکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم اېزدیار وايي:

«دولت مسولیت لري چې زیانمنو ته لومړنۍ مرستې ورسوي د ولسمشر او اجرایي رییس دا قدامات ستایو چې بېړنۍ غونډې يې جوړې کړې خو موږ د عملي اقداماتوغوښتونکي یو، ترڅو زیانمنو ته مرستې ورسول شي.»

د مشرانو جرګې غړیلطفالله بابا وايي:

«په دې زلزله کې د ننګرهار خلکو ته هم ډېر زیان رسېدلی، کورونه يې نړېدلي او په سلګونو مرګ ژوبله يې خلکو ته رسولې، د بېړنیو حالاتو کمېټه باید بېړنۍ مرستې وکړي.»

د مشرانو جرګې غړیفیصل سمېع وايي:

«د بغلان په ډېرو ولسوالیو کې هم درې سوه کورونه نړېدلي،۳۱ کسان ټپیان شوي او ۲ نور يې وژل شوي دي.»

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له حکومت څخه د نیوکې په ترڅ کې وايي چې تر اوسه دقیق ارقام په لاس کې نشته او خلکو ته مرستی نه دي رسېدلې.

د مشرانو جرګې غړي محی الدین منصف بيا وايي:

«ارقام نشته ډېر کورونه نړېدلي، خلک مرستې ته اړتیا لري او تر اوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړې.»

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وايي: «حکومت تر اوسه دقیق ارقام نه لري، هوا سړه ده خلک مرستی ته اړ دي حکومت د هغوي پر وړاندې مسولیت لري خو باید چې ملي سوداګر هم له خلکو سره مرسته وکړي او یو کمیسیون دې جوړ شي ترڅو مرستې راټولې کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارلې چې د زلزلې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په هکله یو روښانه تصویر ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version