تازه خبرونه

مشرانو جرگه وایي؛ امنیتي ادارې د سړي تښتونې د پیښو په مخنیوي کې پاته راغلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې په هیواد کې د امنیتي حالت په ګډوډيدو، د نا امنیو په زیاتیدو او د وسلوالو مخالفینو لخوا د انسان تښتونې په قضیو د اندېښنې ښودلو سربیره په امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

د مشرانو جرګې غړو په زابل کې د برمته شویو یو دیرشو مسافرو نا معلوم برخلیک د اندېښنې وړ وباله او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د وسلوالو کسانو لخوا د مسافرو د تښتونې او وژنې پیښې زیاتې شوي دي. دغه حالت د مشرانو جرګې اندېښنې هم را پارولي دي.

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي چې د هیواد لویې لارې نا امنه شوي دي او خلک تګ او راتګ ته زړه نه ښه کوي.

په وروستۍ پیښه کې په پکتیا کې وسلوالو کسانو د ماین پاکۍ د یوې موسسې نولس کار کوونکي تښتولي دي.

دمشرانو جرګي غړي منګل:

“امنیتي ارګانونونه تر اوسه د اسیرانو په اړه هیچ لاسته راوړنه نلري. تر یو نیم میاشت زیات وخت وشو؛ خو ۳۱ برمته شوي مسافر خوشې نشول.”

 

دمشرانو جرګي غړې لیلیما احمدي:

” ۱۹ تنه تښتول شويماین پاکان هم له پخوانیو تښتول شویو په ډله کې شامل شول، دا کار موږ ته د ډېرې اندیښنې وړ ده.”

د مشرانو جرګې غړي وايي حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی او خلک په ورځني ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په زابل کې د وسلوالو کسانو لخوا د یو دیرشو مسافرو له برمته کیدو وروسته دغه ډول پیښې د هیواد نورو ولایتونو ته هم وعزیدې.

دایکندي، کندز او غزني او پکتیا کې هم د سړي تښتونې پیښې وشوې، چې په غزني کې له څلورو تښتول شويو کسانو سرونه پرې شول.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Trending

Exit mobile version