سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرگې د حيدري وجودي ستاينه او نمانځنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په مشرانو جرگه كې د افغا نستان مشهورعارف، شاعراو ليكوال عزيزالدين حيدري وجودي وستايل شو.
د مشرانو جرگې غړي د ښاغلي وجودي كړنې د ادبياتو او تصوف په برخه كې ارزښت ناكې وگنلې او د لوح تقدير د نامه په وركولو يې نوموړى وستايه.
د مشرانو جرگې مرستيال منشي عزيزالله الفتي ويلي:
حيدري وجودي د هېواد له مشهورو شاعرانو او عارفانو څخه دى، چې په نجم العرفا هم شهرت لري.
د يادونې وړده، چې حيدري وجودي پرشعراو تصوف سربېره په ولسي ادب كې په زړه پورې ځاى لري او د عزيز و مهرو د فولكلوريكې كيسې خوږ ليكى ليكوال هم دى.