تازه خبرونه
مشرانو جرگې د قانوني لویې جرگې د جوړیدو غوښتنه وکړه
په هېواد کې د ناامنیو پراختیا، له هېواده د خلکو تیښته، اقتصادی ستونزي او د افغانستان په چارو کې د گاونډ هېوادونو لاسوهنې او د ډاډمن کورني او بهرنی سیاست نه شتون د مشرانو جرگې د غړیو اندېښنی را پارولي دي.
دوي پر حکومت نیوکه کوي، چې موجوده ستونزو ته دې د پای تکي کیدي او عنعنوی لویه جرگه دې راوغواړي.
د مشرانو جرگي غړی شېر محمد اخند زاده وایي، د افغانستان د ولت بیکار دي؛ ولی د لویې جرگې له جوړیدو بد وړي؟ پارلمان غیر قانونی دي؛ نو عنعنوی لویه جرگه دي راوغواړي، چې روان بحران ته د حل لار ولټوي، ځکه هر څومره، چې ځند راشي ستونزي لا زیاتیږي.
سناتورزلمی زابلي وایي، باید پرحکومت فشارونه زیات کړو؛ لویه جرگه دایره او د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست روښانه شي، چې د بهرانيو هېوادونو په وړاندی د افغانستان دریځ روښانه وي.
د مشرانو جرگې یو شمېر غړي بیا د قانونی لویې جرگي د دایریدو غوښتونکي دي.
د مشرانو جرگي لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار له حکومته غواړي؛ باید د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنی تایخ اعلام کړي، چې د لویې جرگي نصاب بشپړوي. د لویې جرگې په اړه باید قانونی عمل وشي، چې د اوسني بحراني وضیعت او د واړو تیمونو د تفاهمنامي په اړه تصمیم ونیسي. لویه جرگه یوه اړتیا ده؛ خو باید، چې د ټاکنو نېټه معلومه شي.
د مشرانو جرګي غړيمحی الدین منصف وایي؛ باید، چې د ټاکنو نېټه په ډاگه کړي . په دي اړه دواړه مشرانو هم تفاهم کړی، جرگه جوړه شي، خو لیدل کیږی، چې دوی تعللل کوي . ))
که څه هم ولسمشري د اساسی قانون لویه جرگې پر جوړیدو ټینگار کوي؛ خو د لویې جرگې د نېټي مشخص کیدل له وخت مخ کې بولي.
د ملي یوالي د حکومت له جوړیدو وروسته دواړو مشرانو هغه تفاهم لیک لاسلیک کړی، چې له مخي یی په دوه کلونو کې د اساسی قانون د تعدیل په موخه لویه جرگه جوړوي.
ویل کیږي، چې په اساسی قانون کې د تعدیل موخه؛ ریاستی نظام پر صدارتی نظام اړول دي او اجرائیه رییس به د لومړي وزیر په توگه دنده پر مخ وړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي.