تازه خبرونه

مشرانو جرگې د لوگر د پبښي په تړاو د ورته عمل غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې په سهار د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونوپه هوایی برید کې د ملي اردو لس سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

نن د مشرانو جرګې تالار کې د همدې پیښې په تړاو توند بحثونه وشول.

د مشرانو جرګې په نننو بحثونو کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ملي اردو د سرتیرو په نښه کول قصدي کړنه وبلل شوه او په حکومت له دې امله نیوکه کوي چې ولې یې د دغې پیښې په اړه جدي دریځ نه دی نیولی.

د مشرانو جرګه له بریدګرو سره د ورته چلند او عاملینو د محاکمې غوښتنه لري.

د مشرانو جرګې رییس – فضل الهادي مسلمیار:                    

موږ د بل مثل عمل غوښتونکي یو؛ ځکه چې پخوا افغان سرتېرو هم امریکایي پوځیانو باندی بریدونه کړي او بیا هغه افغان سر تیري د هغوی له خوا بیرته وژل شوي دي.

مشرانو جرګې غړي د پیښې له عاملینو سره د جدي چلند سپارښتنه کوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال – محمد علم ایزد یار:

تر اوسه حقیفت روښانه نه دی. امنیتي بنسټونه باید جدي څېړنه وکړي. دا درېم ځل دی چې په لوګر کې امنیتي پوستې د امریکایي ځواکونو له خوا تر برید لاندې راځي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال -محمد اصف صدیقي:                

پلاوی باید چې حقایق په عادلانه توګه وڅیړي او له عامیلنیو سره قانوني چلند وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه د څېړنو امر کړی.

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایي، دغې پیښې خواشیني کړي دي او د څیړنې لپاره یې دوی او نړیوالو ځواکونو ګډ کمیسیون ګمارلی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال – دولت وزیری:

دا له تاثره ډکه پېښه ده. د حکومت ټولو اراکینو د ټپیانو پوښتنه وکړه او په دې پېښه یې تاثر ښکاره کړی. په دې اړه کمیسیون ټاکل شوی او څېړنې کیږي او انشأالله هغه څوک چې په دې پیښه کې ګناهګار دي، له تاسو سره به شریک شي.      

مخکې له دې هم په ځینو مواردو کې نړیوالو ځواکونو په ملکي وګړو او افغان ځواکونو ورته بریدونه کړي چې بیلابیل غبرګونونه یې را پارولي دي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version