تازه خبرونه

مشرانو جرگې د ملی امنیت د سلاکار مرستیال ته په غونډه کې د گډون اجازه ورنه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرگه وايي، چې په هېواد کې د پراخو ناامنیو لهکبله له امریکا سره امنیتی تړون هیچ گټور ندي تمام شوي.

د مشرانو جرگې یو شمېرغړيو د یکشنبي غوندي ته د ملي امنیت سلاکار غوښتی و، چې په دي اړه رڼا واچوي؛ خو حنیف اتمر غوندې ته حاضر نشو.

د مشرانو جرگي غړیزلمی زابلي وایي:

اتمر مجبور دی، چې راشي او د قانون له مخي معلومات راکړي.که نه موږ به امنیتی تړون وځنډاوو؛ امریکا د مرستې په ځای موږ ته داعیش راپورته کړ.

د مشرانو جرگې رییس فضل الهادی مسلمیار وایي:

د ملي امنیت سلاکار باید د سي شنبي په ورځ راشي او له امریکا سره د امنیتی تړون په اړه دي معلومات راکړي. پرته له دي به مونږ د دغه تړون په اړه بیا کتنه وکړو.

همداراز د مشرانو جرگې یو شمېر نور غړي د امنیتي ځواکونو کړني ستايي؛ خو وايي، چې د ولسمشرد نه وړتیا له کبله وسلوال مخالفین پیاوړي شوي.

د مشرانو جرگي غړی فیصل سمیع وایي:

په بغلان کې بهرني جنگیالي جگړه کوي اود شمال د ناامنیو لامل د ولسمشر نه وړتیا ده، چې دښمن پیاوړی شوی.

دمشرانو جرگي غړی افضل شامل وایي:

اوبه له پورته خړي دي؛ ولې سمه جگړه نه کیږي، چي طالبان له منځه ولاړ شي. ولې د جگړي قومانده نه ورکول کیږي، ښای کومه معامله وي.

د مشرانو جرگي غړی جمعه الدین گیان وال وایي:

د مليوحدت حکومت مشرانو هر یو له ۱۳ تر ۲۵ پورې سلاکاران لري او اوس یی کابینه جوړه شوه، چې هر یو ته کور او موټر برابروي؛ په شمال کې به هر څه ختم شي.

د ملي امنیت سلاکارد شنبي په ورځ د ولسي جرگي غوندي ته هم حاضر نشو. دملي شورا دواړه جرگي په داسي حال کې امنیتي مسوولین استجوابوي، چې هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.

خبریال: عبدالعزیز کریمي.

Trending

Exit mobile version